اس??ام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال سره د سپاركو چيئرمېن ا??م يوسف خان ملاقات وكړو۔ په م??اقات كښې په بېلو چارو د خي??لاتو څرګندونه وشوه په كومو كښې چې په دې وروستيو كښې لانچ كړے شوے د پاک سېټ اېم اېم 1 سېټلائټ کمرشلائزېشن او د كركيلې په څانګه كښې عصري مانيټرنګ شامل ؤ۔ وفاقی وزیر احسن اقبال د سپاركو چيئرمېن ته د پاک سېټ اېم اېم 1 سېټلائټ بزنس پلان جوړولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د سېټلائټ کمرشلائزېشن لپاره دې د آئي ټي وزارت سره په ګډه تګلاره مرتب كړې شي دغسې چې د دې ګټې زياتې نه زياتې وكارولې شي۔ د سپاركو چيئرمېن ووئيل اداره د كركيلې په څانګه كښې د عصري مانيټرنګ كار كوي او دې سره كروندګر زيات پېداوار ترلاسه كوي۔ وفاقی وزیر د سپارکو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي د لېنډ انفارمېشن ا??نډ مېنجمنټ سسټم په مرسته بشپړه ډېټا جمع كړي۔ وفاقي وزير په انسټی ټیوټ آف سپېس ټېکنالوجی كښې د روانې مياشتې په م??ال د “اړان پاکستان” لاندې د يو سمپوزيم ??ول?? پخلي ??ول?? سره ووئيل د سمپوزیم سرخط به “ستاروں سے آگے جهاں اور بھی ہیں” وي چې مقصد يۍ په خلائي تحقيق كښې نوې امكانات رامخې ته كول دي۔