اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د هېواد معيشت، توان او صنعتي څانګي مستحکمولو لپاره په وخت او كوټلو پاليسي اقداماتو ته اړتيا ده۔ده ټولو وزارتونو او محکمو ته سپارښتنه وكړه چې سپيځلو او د ذمه وارۍ اصولو تر مخه په پريك??و عملدرآمد باوري كړئ دغسې چې د قامي پرمختګ اهداف سر كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ ??ونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د پټروليم وزير مصدق مسعود ملك، د بجلۍ وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د خزاني او محصولات وزير مملکت علي پرويز ملك او اړوندو وزارتونو او ډويژنو وفاقي سيکرټريز او سينئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د دفاع وزارت په حق كښې د 1.945 اربه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ (ټي ايس جي) منظوري وركړې شوه۔ اقتصادي رابطه کمېټۍ ?? ميرمنو لپاره قومي کمېشن لپاره 5.276 مليونه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ هم منظوري وركړه كوم چې د بشري حقونو وزارت فنډز په بيا تقسيم اډانه دے۔دا اقدام پاکستان كښې د صنفي مساوات او ميرمنو حقونو ودې لپاره پورته كړے شو۔د اطلاعات او خپرونو وزارت د اړخه پبلك سيکټر ډويلپمنټ پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه مالي ??ال 2024-25 كښې د 15 منصوبو بشپړولو لپاره د 2,462.302 مليونه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ تجو??ز وړاندې كړے شو د كوم چې اي سي سي منظوري وركړه۔د اطلاعات او خپرونو وزارت “کوريائي کلچر ويك” او 2024 كښې شوي د شنګھائي مرستي تنظيم حکومتي مشرانو کونسل غونډي واجب الادا روپو وركولو تجويز هم وړاندې كړو۔ اي سي سي د 120.822 مليونه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړه دغسې چې د دغه دستورو خرڅونه پوره كړې شي۔د وفاقي تعليم او پيشه وره تربيې وزارت د ټينيور ټريك سسټم ترمخه د فيکلټي غړو تنخاګانو زياتولو لپاره د 1.5 اربه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ درخواست کړے ؤ ۔ اي سي سي د دغه درخواست منظوري وركړه۔د كورنيو چارو وزارت د شنګھائي مرستي تنظيم 2024 غونډي په مهال سکيورټي انتظامات،او پرتشدد مظاهرو په مهال د تباه شوو سېف سټي کيمرو رغونې او نور د قانون نافذ کوونكو ادارو ضروريات لپاره د 650.357 مليونه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ درخواست ورکړر ؤ كوم چې اي سي سي منظور کړو ۔اي سي سي د كورنيو چارو وزارت په درخواست د اسلام آباد سېف سټي پروجيکټ پاتي روپو 5 فيصده ادائيګي لپاره ميسرز هواوے ټيکنالوجيز کمپني لميټډ له 6.170 مليونه ډالره (نزدې 1.72 اربه روپو) منظوري هم وركړه۔د صنعت و پيداوار وزارت د ګودام او لاجسټکس څانګه صنعت ګرځولو تجو??ز وړاندې كړو د كوم چې اي سي سي د 15 اګست 2024 د پريكړې توثيق وكړو۔اي سي سي د وزيراعظم ريليف پيکج ترمخه يوټيليټي سټورز کارپوريشن (يو اېس سي) خرڅونو پوره كولو له 1.679 اربه روپو منظوري هم وركړه۔د تجارت وزارت HCFC-141b او HCFC-142b سره تړلې Polyol درآمد كولو باندې د بنديز لګولو تجو??ز وركړو۔ اي سي سي د دغه بنديز منظوري وركړه كومه به چې د جنوري 2025 آخر څخه وي۔